Qarabagh

خدايه ته په خپل کرم سره مونږ پوه کړې ...

12.09.2008 03:11

راليږونکی :ع٠بهرام
د راليږونکي پته :haqafg@hotmail.com
نيټه : 11-09-2008

دملنګ جان دا شعر چې په ډیرو ساده الفاظو یې بیان کړی، هم زما دزړه غوښتنې او هم زما د هغو اندیښنو بیانونکی دی چې زه یې دپښتو او پښتنو په اړه لرم .


نن مې بیا زړګی خوږیږی

حاضرينو نه حيا راځې شرميږم
عفو غواړم په همدې ځای به يې پريږدم
په اخلاص سره لاسونه کړئ راپورته
په زاری په استغفار شۍ د خدائ لور ته
خدايه ته مو د حسد تبه سړه کړې
د دې وږو خلکو ته ګېډه مړه کړې
د تيارې د جهالت نه مو بيرون کښې
درد مې بيا مونده د خيال په نندارتون کښې

د نفاق مکروب مو ووژنې رګو کښې
خدايه ته په خپل کرم سره مونږ پو کړې
پښتانه د کارخانو ټول خاوندان کړې
شاګردان مې د مکتب ټول استادان کړې
افغانې ساخت ماشينونه راښکاره کړې
ټول جهان مې د کمال په ننداره کړې
الهې ستا د حبيب له برکته
د پښتون جنډه دنيا ته نه کړې ښکته
غم زده د زمانې زه ملنګ جان يم
ترقۍ د پښتنو ته په ارمان يم
درويزګر يم په هر در په هر ديارګډ
کاشکي نه وای د دې د هر په بازار ګډ

                                                     مرحوم ارواښاد ملنګ جان


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.